Islam / اسلام

بسم الله الرحمن الرحيم

وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ

سورة القمر (۵۴) آیات شېمرې (۱۷، ۲۲، ۳۲ او ۴۰): او خامخا په تحقیق آسان کړئ دی موږ قرآن دپاره د پند او نصیحت اخیستلو. نو ایا سته څوک پند او نصیحت اخیستونکی؟

Quran, Sura Al-Qamar (54) Ayat Nr. 17, 22, 32 und 40:
„Wir haben doch den Quran zum Nachdenken/Ermahnung leicht gemacht.
Gibt es also jemanden, der sich ermahnen lässt?“

راځئ چي په قرآن شریف ځان پوه کړو

بېشکه چي قرآن شریف د الله تعالی کتاب دی. او دغه کتاب زموږ رب وه موږ ته د دې دپاره را استولی دی، چي موږ په دغه کتاب باندي ایمان راوړو، ویې لولو، ځان په پوه کړو، عمل پر وکړو او تر نورو خلګو پوري یې ور ورسوو. نو ایا الله تعالی به زموږ څخه د قیامت په ورځ د دغه کتاب د حقونو د اداء کولو په هکله پوښتني ونه کړي؟ هو! بېشکه چي پوښتني کوي. نو راځئ چي د دغو پوښتنو د مخه موږ د الله تعالی دغه پر موږ فرض کړل سوي احکام پر ځای کړو

Quran