Fatwas / فتاویٰ

بسم الله الرحمن الرحيم

د حنفي فقهي په مطابق فتاویٰ


د تعمیر (بېلډینګ) په مسجد کښي اعتکاف
:پوښتنه
د تعمیر په مسجد کښي اعتکاف کول څنګه دی؟
:ځواب
د سړیانو د اعتکاف دپاره شرعي مسجد ضروري دی، مسجد چي پر کوم ځای باندي قائم وي نو هغه ځای د مځکي څخه تر آسمانه پوري د مسجد په حکم کښي راځي، په دغه ځای کښي د مسجد څخه پرته بل څېز (لکه دوکان، کور،…) جوړول جائز نه دي، په تعمیر کښي چي د لمانځه دپاره کوم ځای قائم وي هغه د شرعي مسجد په حکم کښي نه راځي، د هغه شرعي حیثیت د مصلیٰ وي، هلته په جماعت سره د لمانځه اداء کولو ثواب ورکول کيږي، مګر د مسجد د جماعت ثواب نه ورکول کیږي او نه هلته اعتکاف صحیح دی

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144109202274


د شعبان د میاشتي په پای کښي روژه نیول
:پوښتنه
ایا د شعبان د میاشتي په پای کښي روژه نیول منع ده؟
:ځواب
د شعبان په میاشت کښي مطلقاً روژه نیول منع نه ده، بلکه د شعبان په میاشت کښي روژه نیول ثابته ده

د حضرت عائشې رضی الله تعالیٰ عنها څخه روایت دی، چي ما حضرت محمد ﷺ نه دی لیدلی چي د شعبان د میاشتي څخه یې په بلي میاشتي کښي ډیري نفلي روژې نیولي وي، په یو بل روایت کښي راځي چي نبي ﷺ د یو څو ورځو پرته د شعبان د ټولي میاشتي روژې نیول

عن أبي سلمة، أن عائشة رضي الله عنها، حدثته قالت: لم يكن النبي صلى الله عليه وسلم يصوم شهرًا أكثر من شعبان، فإنه كان يصوم شعبان كله“ – صحیح بخاري

البته د شعبان د میاشتي په پای کښي د روژې نیولو د ممانعت په هکله حدیث هم سته

 د حضرت ابو هریره رضی الله تعالیٰ عنه څخه روایت دی چي رسول الله ﷺ وایي، چي د شعبان نیمه میاشت تېره سي، نو په پاته میاشت کښي یې روژه مه نیسی – ابو داود، ترمذي، ابن ماجه

په دې حدیث کښي د روژې نیولو د ممانعت وجه اصلاً د امت مسلمه د آسانتیا او شفقت په خاطر دی، یعني حضرت محمد ﷺ د رمضان میاشتي ته بالکل په نزدو ورځو کښي روژه نیول منع کړي ده، دا چي د دغو روژو په نیولو سره خلګو ته ضعف او ناتواني لاحقه نسي او د رمضان روژې نیول ګراني او درنې ورته تمامی نسي، مګر هغه څوک چي د روژې نیولو عادي وي، مثلاً هره دوه نۍ او پنځه نۍ روژه نیسي، نو د هغه دپاره دغه ممانعت نسته او بېله کراهته د شعبان په دوهمه نیمه کښي روژه نیول ورته جائز دي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144108201002


پر منتقلي رقم (د پیسو حواله) باندي اجرت اخیستل
:پوښتنه
زه یوه هټۍ (دکان) لرم او د خلګو پیسې وه بهر ته لېږم، زه پر هر زرو افغانیو باندي لس افغانۍ اجرت (کمېشن) اخلم، نو ایا دغه رکم اجرت اخیستل جائز دي او که د سود په حکم کښي راځي؟
:ځواب
واضح دي وي چي د پیسو د لېږد د چوپړ (خدمت) چمتو کولو په بدل کښي اجرت (فیس) اخیستل جائز دي او دا په سود کښي نه راځي، البته دا فیس به د پیسو سربېره پیسو څخه اخیستل کیږي، نه د لېږدولو پیسو څخه، یعني پر تا باندي لازمه ده چي څومره پیسې یې د لېږلو دپاره درکړي وي، هغومره پیسې به ته لېږې، د لېږد په پیسو کښي کموالی او ډېروالی جائز نه دی، البته د اجرت په توګه اضافي پیسې اخیستل کېدای سي

دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
4/1431-423=629, 21126 ٰفتوی
دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144201201310 او 144208200424
دارالافتاء الاخلاص
364 فتویٰ


د حیض د شروع کېدو څخه مخکي د وینو داغونه ښکاره کېدل
:پوښتنه
د وکړي که نه؟
:ځواب
که د یوې ښځي د حیض عادت معلوم وي، مثلاً شپږ ورځي یې حیض راځي او بیا کومه میاشت د عادت څخه مخکي د وینو داغونه راښکاره سي او د دغه څخه مخکي د پاکۍ پنځلس ورځي هم تېریسوي وي، نو بیا وه دې ته اختیار دی چي د حیض د عادت څخه مخکي ورځو کښي لمونځ وکړي او یا یې وځنډوي، بیا کتل کيږي که تر لسو ورځو پوري یا د لسو ورځو څخه کم وینه راتله، نو بیا ویل کیږي چي د حیض عادت یې بدل سوی دی او دغه ټولي ورځي د حیض شمېرل کیږي، نو هغه د حیض د عادت څخه مخکي وروځو کښي د ځنډول سوي لمونځ قضاء لازمه نه ده او که ویني د لسو ورځو څخه واوښتلې، نو بیا په دې صورت کښي د عادت ویني حیض او هغه د عادت څخه مخکي او وروسته ویني استحاضه شمېرل کیږي او په استحاضه کښي لمونځ معاف نه دی، نو که د استحاضه په وخت کښي لمونځ نه وي اداء سوی، نو بیا یې قضاء لازمه ده

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144109201725
دارالافتاء الاخلاص
4268 فتویٰ


د روژې په حالت کښي د خواګرځېدلو یا استفراغ (قي) حکم
:پوښتنه
که د یو چا د روژې په حالت کښي خوا وګرځي نو ایا روژه یې ماتیږي؟
:ځواب
که د یو شخص څخه د روژې په حالت کښي استفراغ وسي، نو دغه څو صورتونه لري

لومړی: قی په خپله وسي مګر په ډکه خوله نه وي، بلکه کم وي، نو د دې حکم دا دی چي روژه نه فاسدیږي

دوهم: قی په خپله وسي مګر په ډکه خوله سره وي، نو د دې حکم دا دی چي روژه نه فاسدیږي

دریم: قی په خپله ونه سي، بلکه قصداً یې وکړي، مګر په ډکه خوله نه وي، بلکه کم وي، نو د دې حکم دا دی چي روژه نه فاسدیږي

څلورم: قی په خپله ونه سي، بلکه قصداً یې وکړي، او په ډکه خوله سره وي، نو په دې صورت کښي یې روژه فاسدیږي

پنځم: که د روژې په حالت کښي خوا وګرځي او بیا دغه بېله اختیاره په خپله بیرته تیر سي، نو روژه نه فاسدیږي، لیکن که په خپل اختیار سره یې بیرته تیر کړي او دغه د چڼه (نخود) په برابر یا د دا څخه ډېر وي، نو بیا روژه فاسدیږي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144008201258  او 143909200303
دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
383-383/L=4/1438 فتویٰ


بېله ټکټه په سرویس یا ګاډۍ کښي سفر کول
:پوښتنه
که یو څوک بېله ټکټه په سرویس (بس) یا ګاډۍ (میټرو) کښي سفر وکړي، نو د تلافۍ بڼه یې څینګه ده؟
:ځواب
په سرویس یا ګاډۍ کښي د ټکټ څخه بغیر سفر کول د ترانسپورټي شرکت د تګلاري او تړون پر خلاف دي، یعني ترانسپورټي شرکت خپل د خدمت په شرطلیک کښي دغه واضح کړې ده، چي کوم وخت چي ته زموږ په میټرو کښي سفر کوې، نو ته به د خپل د سفر په اړوند ټکټ اخلې، نو هر کله چي موږ وه میټرو ته د سفر دپاره ننوځو، نو دلته سمدستي زموږ او د ترانسپورټي شرکت تر منځ قرارداد منځ ته راځي، او پر موږ باندي لازم دی چي ټکټ رانیسو، مګر که موږ ټکټ وا نه خلو، نو دغه یو قسم غلا او دهوکه ده او په نیولو سره یې څوک د ذلت او رسوایي سره مخامخ کیږي او اسلام د هیڅ مؤمن ذلت نه غواړي

که چیري یو چا بېله ټکټه په سرویس یا ګاډۍ کښي سفر کړی وي، نو اوس یې تلافي دا ده چي دی به د هغه سفر اړوند ټکټ رانیسي او بېله استعمالولو به یې څیري، په دغه سره د ټکټ پیسې د ترانسپورټي شرکت په حساب کښي جمع کیږي

همدا رنګه په ټکټ کښي چي د څومره سامان وړلو اجازه وي، د هغه مقدار څخه په پټه ډېر سامان وړل حرام او ناجائز دي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ بینات، مفتي عبدالرؤف سکهري، جمادي الاخري ۱۴۴۰
دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
786-599/sn=7/1439 فتویٰ


په واټس اپ یا فېسبوک کښي اسلامي خبرتیا (مېسیج) لېږل
:پوښتنه
زموږ په ټولنه کښي تقریباً د هر چا په موبایل کښي داسي اسلامي مېسیجونه راځي لکه، „…که ته الله تعالی منې یا که ته د محمدﷺ سره محبت لرې نو دغه مېسیج تر نورو لسو کسانو پوري ولېږه یا که دي دغه مېسیج تر نورو پوري ونه لېږی نو زیان به ومومې یا ته د هر لمانځه وروسته درې ځلي اوله کلمه ووایه او دا دعاء وکړه چي ای الله دغه کلمه ستا سره زما امانت ده او تر مرګ دوې دقیقې مخکي یې ماته راکړه او الله تعالی هیڅ وخت په امانت کښي خیانت نه کوي او زما دغه مېسیج ستاسو سره امانت دی تاسو به خیانت نه کوی او نورو مسلمانانو ته به یې لېږی…“، نو ایا داسي مېسیجونه وه نورو ته لېږل لازم دي؟
:ځواب
د دین د خپرولو او نصیحت په غرض سره قرآني آیات، احادیث مبارک لېږل فی نفسهِ جائز دي، خو دا ډېره ضروره ده چي مذکوره خبرتیاوي (مېسیجونه) معتبر او مستند وي، ځکه چي نن او سبا د دین په نوم سره خلګ په بې شعوري کښي وراني خبري خپروي او ځني وخت د کذب او اختراع ګناه هم منځ ته راځي، نو دا پیغامونه باید د تحقیق او تسلي څخه پرته ونه لېږل سي، په ځانګړې توګه کله چې قرآن شریف یا حدیث مبارک ته منسوب وي، یعني مستند روایت یا کومي دیني مسئلې د دعوت او اصلاح په نیت سره وه چا ته لېږل منع نه دي، مګر کوم چا ته چي لېږل کیږي د هغه د احوال رعایت کول لازم دي، یعني د موقع او محل رعایت کول اړین دي، ځني وخت یې د لېږلو وروسته بې دینه او بې طلبه خلګ بې قدري کوي، او دا باید هم په پام کښي ونیول سي چي د یو عمل وه طرف ته هم هغه فضیلت بیان کړل سي کوم چي د هغه دپاره وارد وي، یعني د خپله ځانه د کوم عمل فضیلت د بیانولو جواز نسته او نه په هغه کښي د مبالغه آراء اجازه سته، او حتی که د کوم عمل فضیلت ثابت وي خو بیا هم د مېسیج لېږل لازم نه دي، دارنګه پیغام نورو کسانو ته نه لېږل د الله تعالی او د محمدﷺ د میني د نشتوالي دلیل نه دی او همدارنګه په نه لېږلو سره یې څوک هم نه تاواني کیږي، بلکه ځني وخت د غلطو خبرتیاوو په خاطر استوونكی د اخيستونکي د پریشانۍ په وجه ګناه ګاره ګرځي

ا[*] او پاته سوه دا مسئله چي ایا الله تعالی زموږ سره دا وعده کړې ده چي د مرګ څخه دوې دقیقې مخکي وه موږ ته حتماً دا کلمه راکوي؟ په اصل کښي موږ په دا راز ویناوو سره پر الله تعالی باندي د ځانه ناحقه شی لازموو، حال دا چي الله تعالی د دې څخه پاک دی دا چي موږ کوم څېز پر ده باندي لازم کړو، یعني هیڅوک نسي کولای چي د ځانه پر الله تعالی باندي کوم کار واجب کړي، الله تعالی پر هر شي باندي پوره قادر دی او د الله تعالی اختیار قید او تړلی نه دی، یعني دا ضروره نه ده چي الله تعالی زموږ هره دعاء په دنیا کښي قبوله کړي، بېشکه چي الله تعالی د انسان اعمال نه ضائع کوي، مګر له بده مرغه موږ انسانان د الله تعالی په امانت کښي خیانت کوو، مثلاً انسان د ایمان راوړلو وروسته کفر اختیار کړي او د کفر په اختیارولو سره د انسان ټول اعمال حبطیږي، نو ایا الله تعالی د یو کافر سره دا وعده کړې ده چي د مرګ څخه دوې دقیقې مخکي وه ده ته حتماً دا کلمه ورکوي؟ اصل دا دی، که یو مسلمان اعمال وکړي نو سمدستي او بېله ځنډه د ده په اعمالپاڼه کښي لیکل کیږي، یعني د هر لمانځه وروسته د کلمې په ویلو سره سمدستي او بېله ځنډه زموږ په اعمالنامه کښي د دغه کلمې ثواب لیکل کیږي، او که موږ په دې خبره باندي تکیه وکړو چي الله تعالی به د مرګ څخه دوې دقیقې مخکي دغه کلمه وه موږ ته لازماً راکوي نو بیا دا کیدای سي چي موږ تر مرګه پوري د حق او باطل تمیز په پام کښي ونه نیسو او په دې سبب سره زموږ په عقیده او اعمال کښي کوږوالی راتلای سي، لنډه یې دا چي دا ډول پیغامونه په ظاهره خواږه ښکاري مګر په پایله کښي د انسان د عقیدې او اعمالو د زیان سبب ګرځېدلای سي، موږ ته په کار ده چي خپل عقیده او اعمال درست کړو او که ګناه راڅخه وسي، نو سمدستي وه الله تعالی ته توبه وباسو، موږ د الله تعالی وه رحمت ته هیله من یو، ولي چي الله تعالی غفور او رحیم دی مګر په عیني وخت کښي عادل او حساب اخیستونکی هم دی

ا[*] د لیکونکي تشریح

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 143907200115  او 144003200447
دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
131-107/M=2/1440 فتویٰ


د جنازې په لمانځه کښي د څلورو تکبیرونو وروسته د شاملېدلو طریقه
:پوښتنه
د جنازې په لمانځه کښي څلور سره تکبیرونه راڅخه تېر سول نو اوس څه حکم دی؟
:ځواب
د جنازې د لمانځه فرضونه په دې ډول دي
لومړی: څلور (۴) ځله تکبیرونه (الله أَكْبَر) ویل
دوهم: قیام (ولاړه) چي بېله عذره یې پرېښوول جائز نه دي

د جنازې د لمانځه سنتونه په دې ډول دي
لومړی: ثناء (سُبْحانَکَ اَللّهُمَّ…) ویل
دوهم: درود شریف (اللَّهُمَّ صَلِّاللَّهُمَّ بَارِكْ…) ویل
دریم: دعاء (اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِحَيِّنَا وَمَيِّتِنَا…) ویل

نو که یو شخص په داسي وخت کښي راسي چي امام څلور سره تکبیرونه ویلي وي او تر اوسه یې سلام نه وي ګرځولی، نو تکبیر دي ووايي او په لمانځه کښي دي شامل سي او د امام د سلام ګرځولو وروسته مګر د جنازې د استه کولو څخه مخکي دي پاته درې تکبیرونه ووايي او سلام دي وګرځوي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 143909200491 او 144012201002
دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
39036 – M=7/1433/953-953 فتویٰ


د جمعې د لمانځه څخه مخکي د ماپښين (ظهر) لمونځ کول او وروسته سعي الیٰ الجمعه کول
:پوښتنه
د جمعې په ورځ مي د ماپښين لمونځ په کور کښي وکړی او بیا مي خیال سو چي د جمعې لمانځه ته حاظر سم، نو ایا د ظهر لمونځ مي په سعي الیٰ الجمعه سره باطلیږي؟
:ځواب
که یو چا د جمعې د لمانځه څخه مخکي د ماپښين لمونځ وکړی او وروسته د جمعې د لمانځه په ارادې سره ووتی، نو په سعي کولو سره، یعني د جمعې د لمانځه دپاره په وتلو سره یې د ماپښين لمونځ باطلیږي، او که د دغه شخص د جمعې په لمانځه کښي د امام سره په جماعت کښي د شریکېدو مخکي امام د جمعې د لمانځه څخه فارغ سي، نو د دغه شخص پر ذمه د ماپښين لمونځ اعاده کول (بیا ځلي) لازم ګرځي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144207201256


واجبه صدقه او نافله صدقه
:پوښتنه
د واجبي صدقې او نفلي صدقې مستحق څوک دي؟
:ځواب
د واجب صدقات څخه مراد هغه صدقات دي چي د هغو اداینه د شریعت دخوا د انسان پر ذمه لازم وي، لکه زکات، صدقه فطر، فدیه، عشر، کفاره، نزر وغیره او مستحق یې شرعي فقیران دي

د نفلي صدقات څخه مراد هغه خیراتونه دي چي د شریعت دخوا د انسان پر ذمه واجب نه وي، بلکه انسان د ثواب په نیت سره د الله تعالی د خوښي د حاصلولو دپاره دغه صدقات اداء کوي او دغه صدقات وہ هر چا ته ورکولای سي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144001200382  او 143908200779
دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
389-295/sd=6/1442 فتویٰ


سوال کول (فقر کول) مسلک او کار ګرځول
:پوښتنه
د مسلکي فقیر سره څنګه چلند وکړو؟
:ځواب
د هغه چا څخه چي د یوې ورځي خواړه وي او همدارنګه د ستر د پټولو دپاره کالي وي، نو د هغه دپاره فقر کول جائز نه دي، همدا ډول هغه څوک چي د ګټلو توان لري، نو د هغه دپاره هم سوال کول جائز نه دي، خو که پر یو چا باندي فاقه راغلې وي یا په رښتیا سره کوم شدید ضرورت پېښ سوی وي، چي له امله یې د انتهایي مجبورۍ پر بنا وه سوال کولو ته اړ سي، نو د دې ځایېدنه سته، لیکن سوال کول دي عادت او مسلک بالکل نه ګرځوي، په حدیث شریف کښي راځي چي که څوک بېله ضرورته سوال (فقر) وکړي، د قیامت په ورځ به هغه غوښتنه د ده پر مخ د زخم په څېر ښکاره سي او په یو بل حدیث کښي راځي چي که څوک د خپل مال د زیاتوالي دپاره سوال کوي، نو دی په اصل کښي د دوږخ سکروټي ټولوي، نو اوس یې خوښه ده چي لږ جمع کړي یا ډيري

که چیري د کوم چا په باره کښي پوه یاست چي هغه مسلکي فقیر دی، نو په کار دی چي د داسي خلګو حوصله ماته کړل سي، خو په هر صورت نه متکبرانه انداز اختیار سي او نه ښکنځل ورته وسي، بلکه په ښې طریقې سره معذرت ځني وغوښتل سي

او که چیري د کوم فقیر په باره کښي غالب ګمان وي چي دا شخص به د زکات وړ نه وي یا دا ګمان وي چي مسلکي فقیر به وي، نو وه داسي شخص ته دي زکات او واجبه صدقات نه ورکوي، خو که څوک نفلي صدقه وه داسي شخص ته ورکړي، نو ورکونکی یې نه ګناه ګاره کیږي، مګر اخیستونکی یې ګناه ګاره کیږي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144106200584  او 143909201428
دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
فتویٰ 36/د=36/د


د ښځي وه خپلو کوچنيانو ته د شیدې ورکولو مسؤلیت
:پوښتنه
ايا پر مور واجبه ده چي خپلو ماشومانو ته پۍ ورکړي؟
:ځواب
پر ښځي باندي د خپل مېړه ماشومانو ته شیدې ورکول دیانتاً واجب دي. که بېله عذره د کوم ضد یا ناخوښۍ په خاطر ښځه خپلي شیدې ورنه کړي، نو ګناه ګاره کیږي، البته که مور د کوم ضرورت له امله ماشوم ته د شیدو ورکولو څخه انکار وکړي، نو د کوچني پلار دي بیا دا نه مجبوروي او که چیري کوچنی د بلي ښځي یا د ژوی (حیوان) پۍ نه څښي، نو بیا یې مور مجبوره کړل کیږي. همدارنګه ښځه شرعاً نسي کولای چي خپل د سړي څخه د خپلو ماشومانو د شیدو ورکولو په بدل کښي اجرت وغواړي، مګر که ښځه د سړي په نکاح یا عدت کښي نه وي، نو بیا هغه حق لري چي د خپلو کوچنیانو د شیدو ورکولو دپاره د اجرت غوښتنه وکړي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144107200702 او 143706200018
دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
1090-1167/L=11/1437 فتویٰ


په مقدمه کښي د وکیل او محکمې خرڅ د جومات د بسپنې څخه ورکول او د مسجد ضروریات
:پوښتنه
د جرمني په یوه مسجد کښي د مسجد د انتظامیې او امام صاحب تر منځ په ستري محکمې کښي مقدمه روانه ده، مقدمه د مسجد پر وړاندي نه ده بلکه د مسجد د انتظامیې یا د امام صاحب د غیر قانوني اقداماتو پر خلاف ده، نو ایا د مسجد د عمومي چندې څخه د وکیل او محکمې خرڅ ورکول جائز دي؟
:ځواب
لومړی: د مسجد عمومي بسپه یوازي د مسجد په ضروریاتو کښي استعمالول ضروري دي، د خلاف کولو په صورت کښي یې پر استعمالوونکي باندي ضمان واجبیږي

دوهم: د مسجد ضروریات په دې ډول دي، لکه د امام صاحب معاش، د مؤذن معاش، د خادم معاش، د مسجد اړین اخراجات لکه د تعمیر چاري، فرش، روښنایي او برېښنا، اوبه، صفائي، اودسځی، لمباځی، استنجاځی وغیره

نو د دې مسئلې په صورت کښي د مقدمې د خرڅ دپاره د مسجد د عمومي بسپنې څخه پیسې ورکول جائز نه دي، د دې دپاره باید ځانګړی امداد وسي او دغه بیا د مسجد په مقدمه کښي وکارول سي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144211200671
دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
11/1430-1598=2009 – 296-237/B=3/1439 فتویٰ


د جومات بسپنه په روژه ماتي یا د مسجد د انتظامیې په خوراک، څښاک او معاش باندي مصرفول
:پوښتنه
ایا د مسجد په چندې سره افطار چمتو کول یا وه انتظامیې ته اجرت، خوراک او څښاک ورکول یا وه مقتدیانو، زده کوونکو، خادمانو او مېلمنو ته خوراک او څښاک ورکول جائز دي؟
:ځواب
د مسجد د چندې مصرفول یوازي په هغو لګښتونو کښي جائز دي، کوم چي د پیسو د راټولولو په وخت کښي یې د مصارفو موخه روښانه سوې وي، له همدې امله که چیري د جومات د بسپنې د راټولولو په وخت کښي یې وه خلګو ته دا روښانه کړې نه وي، چي د دغي چندې څخه روژه ماتی تیاریږي یا وه انتظامیې ته معاش ورکول کیږي یا وه انتظامیې، مقتدیانو، زده کوونکو، خادمانو او مېلمنو ته خوراک، څښاک، چای وغیره ورکول کیږي، نو د مسجد په چندې سره دغه مذکور کارونه تر سره کول جائز نه دي، ولي چي ذکر سوي مصارف لکه د مسجد د امام صاحب، مؤذن او خادم د معاش یا د مسجد اړین اخراجاتو په څېر د مسجد په ضروریاتو کښي داخل نه دي

په یاد مو وي چي که یو مقتدي د دیني جذبې او په خپلي خوښي سره د مسجد چوپړ وکړي، نو دغه د تبرع په حکم کښي راځي، کوم چي وه ده ته د مسجد د بسپنې څخه یې عوض ورکول جائز نه دي، خو که د مسجد انتظامیه مخکي لا د خادم سره د مسجد د خدمت په هکله اجرت مقرر کړي، نو بیا دا جائزه ده چي وه ده ته د جومات د چندې څخه د خدمت په عوض کښي معاش یا خوراک او څښاک ورکړي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144206200918  او 143909200321


دارالکفر (غیر مسلم ملک) ته هجرت کول
:پوښتنه
په دارالکفر (غیر مسلم وطن) کښي استوګنه اختیارول څنګه دي؟
:ځواب
په غیر مسلم هیوادونو کښي ژوند کول او د هغه ځای تابعیت تر لاسه کولو مدار په وخت، حالاتو، همداراز د مېشت کس په اغراضو او مقاصدو باندي اړوند دي، ځکه چي اسباب مختلف دي نو حکم هم مختلف کیږي، د هغه لنډ تفصیل په لاندي ډول دی

لومړی: د خپل هیواد په ګډوډ او ظالمانه حالت کښي که د کوم چا د ځان یا مال ساتنه ستونزمنه سي، نو د دغو مشکلاتو له امله دی په دارالکفر کښي استوګنځی اختیار کړي او هلته په خپله وکولاسي چي خپل دین ته ژمن ژوند وکړي، په داسي حال کښي چي د منکراتو او فواحشو څخه خپل ځان وژغورلای سي، نو د ده دپاره هلته د استوګنځي د اختیارولو ځایېدنه سته، لکه څنګه چي صحابه کرامو (رض) خپل په وطن کښي د دین پر بنیاد د حالاتو د تنګېدو او د خپل ژوند خوندي کولو دپاره خپل د ځان په حق کښي په نرم او بشرپاله غیر مسلم هیواد (حبشه) کښي پناه واخیستل

دوهم: په اسلامي هیوادونو کښي د پراخو لټو سره سره اقتصادي مسائل حل نه سول او په یو غیر مسلم هیواد کښي د جائزي دندي اختیارولو په غرض سره هلته ولاړ سي، نو دغه هم جواز لري، په دې شرط چي هلته خپل دین ته ژمن او محکم واوسي، سربېره پر دې که ښځه یا کوچنیان ورسره وي، نو د کورنۍ د مشر په توګه د دوی د دیني تربیې انتظام هم د ده پر غاړه لویږي

دریم: کفارو ته د دین تبلیغ کولو یا د مېشت مسلمانانو د اصلاح کولو دپاره غیر مسلم هیواد ته تلل نه یوازي جائز دي، بلکه محمود او مستحسن هم دي، ډېری صحابه کرام (رض) د همدې غرض دپاره په غیر مسلم هیواد کښي مېشت سوي او هلته مړه سوي دي

څلورم: که څوک د دارالکفر د بې حیایي په طوفان کښي ډوب سوی وي او د کوم نېک یا دیني مقصد دپاره نه، بلکه د ژوند معیاري کچي د لوړولو، خوشحالۍ، عیش او عشرت د ژوند تېرولو د غرض دپاره هلته تللی وي، نو دغه د وطن پرېښودل د کراهت څخه خالي نه دي، بلکه خپل ځان د منکراتو او فواحشو وه طوفان ته د سپارلو مترادف دي، د بې حیایي، فواحشو او نور منکراتو په شتون والي کښي د مسلمانو او کافرانو تر منځ ګډوالی راځي، نو د دین څخه ليري کیږي، په دې هکه نبي ﷺ د کفارو په منځ کښي اقامت اختیارول د کافرانو په څېر قرار ګرځولی دی، لکه څنګه چي په ابو داود کښي حدیث دی

په حدیث کښي رسول الله ﷺ وايي: هغه څوک چي د مشرک سره موافقت وکړي او د هغه سره استوګنه اختیاره کړي، نو دی د هغو په مثل دی
مَنْ جَامَعَ الْمُشْرِکَ وَسَکَنَ مَعَهُ فَإِنَّهُ مِثْلُهُ

پنځم: په مسلمانانو باندي د ویاړ ښودلو په خاطر پر دارالسلام باندي دارالکفر ته ترجیح ورکول، لکه د کفارو د ژوند طرز د خپلولو په هکله داسي کول، کوم چي شرعاً حرام دي، لکه څنګه چي په مشکوۃ المصابیح کښي حدیث دی

په حدیث کښي رسول الله ﷺ وايي: کوم څوک چي د یو قوم مشابهت اختیاروي، هغه به د دوی څخه کیږي
مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَھُوَ مِنْھُم

شپږم: په غیر مسلم ملک کښي له وړاندي مېشت د نوي مسلمانانو دپاره چي په نورو هیوادونو کښي یې ژوند کول مشکل وي، نو په ورته ملک کښي په داسي حال کښي ژوند وکولای سي، چي د اسلام د دین په تعقیبولو کښي هیڅ خنډ شتون ونلري، نو د ده دپاره هم اجازه سته چي په دغه غیر مسلم ملک کښي ژوند وکړي

اووم: تر هغه پوري چي د تعلیم او تربیې تعلق دی، دا یوه جدي مسئله ده، څرګنده ده چي د دغه غرض دپاره استوګنه اختیارول اړین دي، په کومو صورتونو کښي چي د استوګنځي اختیارول مکروه یا حرام دي، په دې صورتونو کښي هم د تعلیم دپاره د استوګنځي اختیارول مکروه یا حرام دي، او په کومو صورتونو کښي چي د استوګنځي اختیارول جائز دي، په دې صورتونو کښي هم د تعلیم دپاره د استوګنځي اختیارول جائز دي، خو بیا هم د ځانګړي پاملرني اهتمام کول اړین دي، مګر که دیني، دنیوي او تعلیمي اړتیاوي خپل په هیواد کښي بشپړه کېدلای سي، نو بېله شکه د هغه ناوړ چاپېریال څخه لیري والی په کار دی

اتم: پاته سوه د علاج خبره، د درملني دپاره تلل په څرګند ډول یوه مهمه اړتیا ده، که خپل په هیواد کښي ناممکن وي، نو د ټولو شرعي عذرونو سربېره تلل جائز ګرځي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144004200282 او 143904200065
دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
415-323/sn=6/1442 فتویٰ


د اختر په لمانځه کښي د تېر سوي زیاتو تکبیرونو حکم
:پوښتنه
د اختر لمانځه ته ناوخته راورسېدلم، نو اوس د زیاتو تکبیرونو څه حکم دی؟
:ځواب
هغه څوک چي د اختر په لمانځه کښي د امام د زیاتو تکبیرونو ویلو څخه وروسته شامل سي، یعني د لومړي رکعت زیات تکبیرونه ځني تېر سوي وي، نو اوس حکم دا دی چي دی به د تکبیر تحریمه (اول تکبیر) ویلو وروسته سمدستي درې (۳) زیات تکبیرونه وایي، که څه هم امام قرأت پېل کړی وي

او که چیري امام د رکوع په حالت کښي وي او که د زیاتو تکبیرونو ویلو وروسته د رکوع نیولو غالب ګمان وي، نو زیات تکبیرونه دي د قیام په حالت کښي ووایي او بیا دي رکوع وکړي، او که غالب ګمان دا وي چي د قیام په حالت کښي د زیاتو تکبیرونو د ویلو څخه مخکي امام د رکوع څخه راپورته کیږي، نو د قیام په حالت کښي دي زیات تکبیرونه نه وایي، بلکه رکوع ته دي ورسي او د رکوع په حالت کښي دي بېله د لاسونو پورته کولو څخه زیات تکبیرونه ووايي، او که امام د رکوع څخه په داسي حالت کښي راپورته سي حال دا چي مقتدي زیات تکبیرونه د رکوع په حالت کښي هم نه وي مکمل کړي، نو اوس دي مقتدي د امام اتباع وکړي او کوم زیات تکبیرونه چي پاته سوي وي هغه ځني ساقطیږي، د دې خبري یاد ولرئ چي تکبیر تحریمه د قیام په حالت کښي وویل سي او نه د رکوع په حالت کښي

او که چیري د اختر د لمانځه لومړی رکعت ځني تېرسوی وي، نو بیا دي د امام د سلام ګرځولو وروسته ودریږي او هغه تېرسوی رکعت دي په دې ډول وکړي: لومړی سبحانک اللهم… (ثناء)، اعوذ باللہ… (تعوذ)، بسم اللہ… (تسمیه) ووایي، بیا الحمد لله… (سوره فاتحه) او ملګری سورت ووایي، ورپسې درې (۳) زیات تکبیرونه او بیا رکوع وکړي او پاته لمونځ پوره کړي، مګر که یو څوک دغه تېر سوی لومړی رکعت په داسي ترتیب سره اداء کړي چي درې (۳) زیات تکبیرونه د الحمد لله… (سوره فاتحه) څخه مخکي ووایي، یعني لومړی سبحانک اللهم… (ثناء)، ورپسې درې (۳) زیات تکبیرونه، بیا اعوذ باللہ… (تعوذ)، بسم اللہ… (تسمیه) ووایي، بیا الحمد لله… (سوره فاتحه) او ملګری سورت ووایي، او بیا رکوع وکړي او پاته لمونځ پوره کړي، نو د دې ځایېدنه هم سته

او که چیري یو څوک د اختر په لمانځه کښي په وروستي رکعت کښي د امام د لومړي سلام ویلو څخه مخکي شامل سي، نو بیا به دی د امام د سلام ګرځولو وروسته ودریږي او خپل د اختر دوه (۲) رکعته لمونځ د عام ترتیب په مطابق اداء کړي، یعني په لومړي رکعت کښي لومړی سبحانک اللهم… (ثناء)، ورپسې درې (۳) زیات تکبیرونه، بیا اعوذ باللہ… (تعوذ)، بسم اللہ… (تسمیه) ووایي، بیا الحمد لله… (سوره فاتحه) او ملګری سورت ووایي، او بیا رکوع وکړي او پاته رکعت پوره کړي او په دوهم رکعت کښي لومړی الحمد لله… (سوره فاتحه) او ملګری سورت ووایي، ورپسې درې (۳) زیات تکبیرونه او بیا رکوع وکړي او پاته لمونځ پوره کړي

او که چیري د چا څخه د اختر لمونځ مکمل تېر سوی وي، نو که په بل مسجد کښي د اختر لمونځ نه وي اداء سوی او دی هلته ځان وررسولای سي، نو بیا دي خپل د اختر لمونځ هلته اداء کړي، په بل صورت کښي یې قضاء نسته

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 143909202067


په مجلس کښي د اصلاح دپاره مداخله کول
:پوښتنه
په مجلس کښي د غلطۍ د اصلاح دپاره مداخله کول څنګه دي؟
:ځواب
د کومي غلطۍ په اصلاح کښي موږ ته ښایي چي د حضرت محمد ﷺ طریقه خپله کړو، رسول الله ﷺ به د ضرورت په اساس په عمومي مجلس کښي هم د غلطۍ اصلاح کوله، مګر د غلطۍ کونکي د ګوته کولو پر ځای به یې په عمومي وضاحت باندي اکتفاء کوله

د بېلګي په توګه: یو وخت نبي اکرم ﷺ د هغو خلګو د اصلاح په هکله وویل کوم چي د لمانځه په دوران کښي یې د آسمان وه خوا ته کتل، چي څه وجه ده دا چي ځني خلګ د لمانځه په دوران کښي د آسمان وه طرف ته ګوري؟ دوی دي ضرور د دې حرکت څخه ډډه وکړي، کني د دوی سترګي به ړندې سي

لهذا که یو مشر د کوم کشر اصلاح کوي نو په دې اصلاح کښي ښایسته اسلوب ضروري دی، ترڅو اصلاحات ګټور تمام سي، د موقع او محل په نظر کښي نیولو په مصلحت سره پوهول، حق ته رابلل او اصلاح کول د قرآن حکم دی، په حدیث کښي راځي چي یو مؤمن د بل مؤمن هنداره ده، علماء د دې حدیث لاندي دا ګټه هم لیکلې ده لکه څنګه چي هنداره د انسان پر مخ باندي شتون عیب ضرور ښیي، مګر په خاموشۍ سره یې ورښیي، دا چي د لیدونکي څخه پرته بل چا ته پته وه نه لګېږي چي هنداري کوم عیب هم په ګوته کړی دی، په ورته ډول یو مؤمن د بل مؤمن هنداره ده، که دی په هغه کښي کومه نیمګړتیا وویني نو ضرور یې اصلاح کوي، مګر په داسي انداز سره چي په هغه کښي فضیحت او رسوایي نه وي

زموږ د اکابر (مشرانو) قول دی: چي د حق وینا، په حق نیت سره، په حق اسلوب سره بیان سي نو ان شاء الله هغه حتماً اثر کوي، نو ځکه هغه څوک چي د کوم شخص د اصلاح غوښتونکی وي نو هغه باید دغه درې شرطونه په پام کښي ونیسي، تر څو چي په نصیحت کښي اثر پیدا سي، یعني

د حق خبره وي

نیت صاف وي، یعني په اخلاص سره خیر غوښتل وي، د هیچا سپکاوی، تحقیر او تذلیل وغیرہ نه وي

په سمي لاري سره، یعني په مصلحت سره ورته وویل سي، کني دغه نصیحت د اصلاح پر ځای عموماً د ضد باعث ګرځي

یاداښت: مګر داسي وینا کول حتی که رښتیا هم وي، په هغه کښي د خلګو غیبت کیږي او د دغي خبري په نه کولو سره د چا بنیادي یا شرعي حق تر پښو نه لاندي کیږي، نو دا سي خبره کول جائز نه دي، او داسي یوه خبره چي د هغه سره د خلګو حق تړلی وي یا د خلګو څخه ضرر دفع کول ضروري وي نو د معقول عذر څخه پرته چپ پاته کېدل جائز نه دي، بلکه دغه څرګندول اړین دي، په پټولو سره یې څوک ګناه ګاره کیږي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144008200704 او 144012200747


د وني (درختي) څخه ولېدلې مېوه د څښتن د اجازې څخه پرته خوړل
:پوښتنه
که د یو چا د وني څخه مېوه راولېدلې وي او دغه مېوه په یو څو ورځو کښي خرابیږي او د دې وني څښتن وه بل ښار ته تللی وي، نو ایا د دغي راولېدلي مېوې خوړل جائز دي؟
:ځواب
د وني مېوه د وني والا ملکیت وي، د هغه د اجازې څخه پرته استعمالول شرعاً جائز نه دي، که څه هم د وني څخه راولېدلې وي، لهذا که د وني مالک په بل ښار کي وي نو د هغه سره دي اړیکه ونیول سي، که د کوښښ کولو وروسته رابطه ممکنه نه وه، نو د مالک د راستنېدو پوري دي د مېوې د ساتلو اهتمام وکړي، او که دا هم ممکنه نه وه او د مېوې د خرابېدو اندېښنه وه نو مېوه دي خرڅه کړي او پیسې دي یې وروساتي

په عمومي سړک باندي لګول سوې ونه که یو چا لګولې وي نو د هغه په اجازه سره یې مېوه خوړلای سی او که خپله شنه سوې وي نو په هر صورت یې د استعمال اجازه سته

همدارنګه د یوې وني څخه د مالک د اجازې څخه پرته د وني پاڼي شکول یا ښاخونه پرېکول جائز نه دي، البته د اجازې دپاره دومره کافي ده چي مالک یې په خبر وي او هغه یې منع نه کړي

که یو شخص بې اجازې د یو چا د ذاتي وني څخه مېوه خوړلې وي نو د هغه قیمت به اداء کوي، که د قیمت د اداء کولو کوم صورت ممکن نه وي بیا به دغه رقم د ثواب د نیت څخه پرته صدقه کوي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144102200299، 144109202774 او 144108201431


اخلاص او د هغه نښي
:پوښتنه
د اخلاص علامات څه دي او په انسان کښي اخلاص څه وخت راسخ ګرځي؟
:ځواب
د اخلاص مطلب په دې ډول دی: خالص د الله تعالیٰ د رضاء دپاره نېک عمل کول، یعني د الله سبحانه و تعالیٰ پرته د هر څېز څخه براءت کول، په دغه هکله چي په کوم نېک عمل کښي دنیاوي ګټه په نظر کښي نه وي، که څه هم دغه دنیاوي ګټه کوچنۍ یا غټه وي

د اخلاص علامت دا دی چي د دې نېک عمل کولو په وخت کښي ده ته څوک ګوري او که نه ګوري، یو څوک وه ده ته د دغه نېک عمل حکم وکړي او که حکم وه نه کړي، د الله تعالیٰ عالم الغیب والشهاده ګڼلو سره سره د الله تعالیٰ رضاء لره او د مسلمانانو د خیر غوښتني دپاره هغه وخت دی نېک عمل په هغه اندازه سره وکړای سي، نو دغه یوه نښه ګرځي چي دغه عمل په اخلاص سره سوی دی، بیا د دغه نېک عمل کولو وروسته د ده ستاینه وسي که ونسي، او د تعریف وروسته هغه خوښي محسوسه کړي او که نه

د اخلاص د رسوخ او کمال علامت دا دی چي یوازي د الله سبحانه و تعالیٰ د رضاء په خاطر د نېک عمل کولو (د بېلګي په توګه د دوهم شخص خیر غوښتنه او داسي نور) وروسته که خلګ بد ورسره وکړي، نو د خلګو د بدۍ او مخالفت څخه اغېزمن نسي، د متاثر نه کېدلو مطلب دا دی چي هغه وخت د شریعت غوښتنه په څه ډول ده؟ او د شریعت د غوښتني سره سم عمل وسي، که د شریعت تقاضا دا وي چي دغه کار دي جاري وساتل سي، نو بیا دي یې جاري وساتي، او که د شریعت تقاضا دا وي چي د دغه کار ذمه پوره سوه، نو د شرعي حکم په وجه دي دغه کار پرېږدي، او نه د خلګو د مخالفت په وجه، او د خلګو د بدۍ او مخالفت سربېره د ده یقین وي چي الله تعالیٰ وه ده ته د خالص نیت او نېک عمل په خاطر ضرور اجر ورکوي

لنډه دا چي مخلص خپل د عمل د ستایني د اورېدلو غوښتونکی نه وي، د کوم چا چي په زړه کي اخلاص نه وي، هغه د عمل کولو وروسته د مخلوق څخه د تعریف اورېدلو منتظر وي، که کوم څوک داسي وي چي په مجمع کښي په عبادت کښي په تکړه والي سره کار اخلي او حال دا چي په خلوت کښي سست وي، نو د داسي شخص زړه هم د اخلاص څخه تش متصور کیږي، د اخلاص څخه شتمن شخص هیڅ د دنیاوي غرض دپاره کوم عبادت نه کوي، د شهرت د حصول په غرض سره تقریر نه کوي، بلکه خپل او د عوام د اصلاح او خیر غوښتلو په خاطر دا عمل کوي 

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144102200371


مسجد ته د کوم خاص کار دپاره ورکول سوي پیسو حکم یا د وقف رجوع
:پوښتنه
زموږ په ښار کي یو مسجد جوړیږي، ما او زما ملګري هر یوه لس زره (۱۰۰۰۰) افغانۍ مرسته وکړه، وروسته زموږ د مسجد د مشرتابه (انتظامیې) سره اختلاف پیدا سو او زما ملګري خپلي لس زره افغانۍ بیرته واخیستلې، مګر ما خپلي لس زره افغانۍ بیرته نه دي اخیستي، نو ایا زه دا حق لرم چي خپلي لس زره افغانۍ بیرته واخلم یا د مسجد انتظامیې ته دا حق حاصل دی چي وه ما ته دغه رقم بیرته راکړي؟
:ځواب
د مسجد د ضروریاتو او انتظاماتو دپاره عمومي ټولي سوي پیسې د وقف ملکیت ګرځي، پیسې ورکونکو ته دا حق حاصل نه دی چي د واپسۍ غوښتنه وکړي او نه د مسجد انتظامیه دا حق لري چي پیسې واپس ورکړي، ولي چي د مسجد دپاره رقم ورکول صدقه ده او په صدقه کي رجوع نه کیږي

که چیري د مسجد د یو خاص مقصد دپاره لکه تعمیرولو او جوړولو دپاره پیسې ورکول سوي وي او دغه پیسې په دې خاص مقصد کي کار سوي وي، یعني کوم تعمیر یا کوم څېز یې د مسجد دپاره اخیستی وي، نو بیا د مسجد د مشرتابه سره د اختلاف سربېره د دغو پیسو د بیرته اخیستلو غوښتنه جائز نه ده او نه د مسجد انتظامیې ته دا جائز ده چي پیسې بیرته وه پیسې ورکونکو ته واپس ورکړي

که چیري د مسجد د خاص مقصد یا کار دپاره پیسې ورکول سوي وي او هغه کار ونه سو، نو بیا پیسې ورکونکي د خپلو پیسو غوښتنه کولای سي، او د دوی دغه پیسې بیرته اخیستل او د مسجد انتظامیې د خوا بیرته ورکول جائز دي

او که چیري د مسجد په انتظامیې باندي اعتماد نه وي، نو بیا د مسجد انتظامیه د دې رقم په کوم خاص مصرف باندي د مسجد دپاره ټینګ (پابند) وګرځوئ یا خپل په لاس باندي دغه پیسې د مسجد په ضروریاتو یا خاص مقصد باندي خرڅ کړئ

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 143908200246 او 144207200175


Covid-19 Corona PCR test – Antibody test / د روژې په حالت کي د کرونا وایرس ټېسټ
:پوښتنه
ایا د روژې په حالت کي د کرونا وایرس ټېسټ په کولو سره روژه ماتیږي؟
:ځواب
د کرونا وایرس ټېسټ په هکله بېلا بیلي طریقې رائجي دي، کوم معلومات چي موږ ترلاسه کړی دی که د هغه په مطابق د روژې په حالت کي مذکوره ټېسټ ته ضرورت پېښ سي، نو د دې شرعي حکم په لاندي ډول دی

لومړۍ طریقه د ”پي سي آر“ ټېسټ ده، چي ډاکټر د مالوچ ټوټه (پنبه خاشه) د ناروغ په پزه کي وهي، کوم چي په پزه کي شتون رطوبت په مالوچ باندي ومښلي او بیا یې ټېسټ کیږي
شرعي حکم: که مالوچ مخکي په درملو ولړل سي او بیا مذکوره ټېسټ وسي، نو په دغه سره روژه فاسدیږي، او که مالوچ په کومي دوا وغیره ونه لړل سي، بلکه صاف مالوچ وي (لکه څنګه چي عموماً په دغه ټېسټ کي کیږي) نو بیا روژه نه فاسدیږي

دوهمه طریقه دا ده چي د ناروغ په خوله او ستوني کي د مالوچ د خاشې په وهلو سره ناړي (لعاب) حاصلیږي او بیا یې ټېسټ کیږي
شرعي حکم: د ناروغ د ناړو په حاصلولو سره که په خوله کي درمل وانه چول سي او همدارنګه مالوچ هم په کومي دوا وغیره ونه لړل سي، بلکه صاف مالوچ وي (لکه څنګه چي عموماً په دغه ټېسټ کي کیږي) نو په دغه صورت کي هم روژه نه فاسدیږي

په دغو دواړو پورته ذکرسوي صورتونو کي که بالفرض مالوچ بېل سول او د حلق څخه لاندي تېر سول، نو بیا په دغه صورت کي روژه فاسدیږي، په دغه صورت کي بیا یوازي قضاء سته، کفاره نه لازمیږي

دریمه طریقه د ”انټي باډي ټېسټ“ ده چي په دې کي د ناروغ وینه ټېسټ کیږي
شرعي حکم: د روژې په حالت کي وینه ورکول جائز دي، په دې سره روژه نه فاسدیږي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144109200168


غلا سوي پیسې وه څښتن (مالک) ته بیرته ستنول لازم دي – د حقوق العباد د تلافي صورت
:پوښتنه
ما په یوې هټۍ (مغازه) کي کار کاوه، څلور کاله دمخه ما د مغازې کار پرېښود، ما هلته د پیسو د راکړي ورکړي مسؤلیت درلودی، ما به هلته ډېری ځل پیسې غلا کولې او مالک به یې راباندي پوه نه وو، زما د دې غلا سوي پیسو مقدار په یاد نه دی، زه غواړم چي دغه غلا سوي پیسې بیرته د هټۍ څښتن ته ورکړم، خو اوس که زه د مغازې څښتن ته دغه حالت ووایم نو لویه جګړه به منځ ته راسي او زه هم شرمېږم، زه باید څه وکړم؟
:ځواب
که الله سبحانه و تعالی وه یو چا ته د دې توفیق ورکړي چي خپل د تېرو ګناهونو څخه توبه وکړي نو دا د سعادت او خوښۍ خبره ده، نو له همدې امله باید دا شخص لومړی په صادقانه توګه د دې ګناه څخه توبه وکړي، همدارنګه کوم مال چي ده د خلګو څخه په ناحقه طریقه اخیستی دی، لکه څنګه چي غلا سوې ده، نو که غلا سوي پیسې یې په حتمي طور په یاد نه وې نو بیا دا لازمه ده چي د محتاط اندازہ لګولو سربېره یو څه زیاتي پیسې وه مالک ته ستون کړي، البته که د دې مسئلې په ویلو سره شرم محسوس کیږي یا د کوم فساد اندېښنه وي، نو د دې ځایېدنه هم سته چي د یو بل چا په منځګړتیا سره اداء سي یا دا پیسې وه مالک ته په یو بل عنوان سره ستون سي، د بېلګي په توګه لکه د ډالۍ او تحفې په نوم سره ستون سي یا پر هغه باندي د هغه د واجب حق په برابر قیمت والا څېز خرڅ کړي او وروسته یې قیمت ور معاف کړي او ورته ووایي چي دغه درباندي خرڅ سوی څېز مي په هدیه کي درکړی، مګر د نیت غرض به یې د واجب حق د اداء کولو وي، یعني د ورکولو عنوان به یې د هدیې او تحفې وي او اصل مقصد به یې وه حقدار ته د حق رسول وي، نو دا جائز دی، خو دا اړینه نه ده چي څښتن ته د غلا خبره یاده سي

او که چیري تاسي دا مسئله وه مالک ته وریاده کړئ او تاسي د ده څخه بخښنه هم وغواړئ او هغه تاسي معاف کړي او صراحتاً یا اشارۃً پیسې هم درڅخه ونه غواړي، او تاسي د الله تعالی په وړاندي توبه او استغفار هم وکړئ، نو بیا ستاسي غاړه د الله تعالی په وړاندي هم خلاصه ده، ان شاء الله، په دغه صورت کي بیا پر تاسي باندي د پیسو اداینه شرعاً واجب نه ګرځي

او که چیري د پیسو مالک مړ سوی وي، نو بیا دغه رقم د مړي ورثاء (لکه د مړي اولاد، والدین وغیره) ته رسول لازم ګرځي، د ورثاء د تلاښ په هکله خپل پوره کوښښ وکړئ، او که هغوی وموندل سول نو بیا دغه پیسې هغوی ته حواله کړئ او د الله تعالی په وړاندي توبه او استغفار هم وکړئ

او که چیري د پوره طاقت او وسائل صرفولو وروسته د مالک یا د ورثاء پته بالکل نه سوه څرګنده، او د دوی سره په راتلونکي کي د اړیکي امید هم نه وي، نو بیا دغه پیسې د څښتن دخوا وه غریبانو ته صدقه کړئ (خپل د ثواب نیت مه کوئ) او د الله تعالی په وړاندي توبه او استغفار هم وکړئ، مګر که مالک یې ژوندی وي او پته یې هم څرګنده وي نو بیا د پیسو صدقه کول سم نه دي، بلکه تر هغوی پوري د پیسو رسول لازم ګرځي

او که چیري د لټون وروسته د پیسو مالک نسي پیدا او تاسي دغه رقم د څښتن دخوا وه غریبانو ته صدقه کړئ او وروسته یې مالک پیدا سي، نو اوس پر تاسي باندي دوهم ځل د هغه حق اداء کول اړین ګرځي

دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
1047-1041/Sd=1/1438, 68636 – 241-218/L=4/1435-U, 50495 ٰفتوی
دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144103200415 ,144109202924 ,144107200373 او 144205200551
دارالافتاء الاخلاص ګلشن اقبال
فتویٰ 101692


پور (قرض) قصداً ځنډول یا نه اداء کول
:پوښتنه
پوروړی (مقروض) خپل پور نه اداء کوي، نو څه حکم دی؟
:ځواب
د پور په معامله کي باید پوروړی (مقروض) ژر تر ژره د پور د ادایني په فکر کي سي او پور ورکونکي (مُقرِض/دائن) ته ښایي چي د پور په غوښتنه کي نرموالی وکړي او پوروړي ته مهلت ورکړي

په احایث کي راځي

رسول الله ﷺ وايي: چي که یو څوک وه مفلس او تنګ لاسي ته وخت (مهلت) ورکړي، نو د ادایني تر ورځي پوري د هري ورځي په بدل کي د ده د پور په برابر د صدقې ثواب ورکول کیږي او کله چي بیا د ادایني ورځ راسي او بیا هغه ته مهلت ورکړي، نو د هري ورځي په بدل کي د ده د پور د دوه ځلي مقدار په برابر د صدقې ثواب ورکول کیږي

رسول الله ﷺ وايي: د پور د اداء کولو توان درلودل او سربېره پر هغه باندي د ادایني په وخت کي پور ځنډول ظلم دی، یعني هغه څوک چي د پور بیرته ستنولو قدرت لري او بیا یې هم د ادایني په وخت کي قصداً وځنډوي نو دغه شخص ظالم او فاسق دی، نو ځکه بېله کومي وجهي باید پور ونه ځنډول سي، دا لویه ګناه ده

که چیري د مطالبې او کوښښ سربېره پور ورکونکي (دائن) ته خپل حق نه ورکول کیږي، حال دا چي پوروړی (مقروض) د پور په اداء کولو باندي قادر وي او بیا هم پور د ادایني پر وخت ځنډوي، نو بیا پور ورکونکي ته شرعاً اجازه سته چي د پوروړي څخه قانوناً په زوره یا د ده د امانت څېز څخه خپل حق ترلاسه کړي، لیکن د دې خبري باید خیال وساتل سي چي خپل د حق څخه زیات وصول نکړي، کني سخت ګناه ګاره کیږي

که چیري پور ورکونکی ټوله قرض حسنه یا د قرض کومه برخه وه پوروړي ته وروبخښي او خپله د هغه اقرار هم کوي، نو اوس د معافولو او تخفیفولو وروسته بیا دغه مذکور پور غوښتل شرعاً جائز ندي، په حدیث کي د پور پر معافولو او تخفیفولو باندي فضیلتونه ذکر سوي دي چي په بدل کي یې د صدقې ثواب ور په برخه کیږي او همدارنګه د قیامت په ورځ به د مصيبتونو څخه خلاصون مومي، نو په دا خاطر شرعاً او اخلاقاً دا نه ښایي چي د معاف سوي او تخفیف سوي پور په اخیستلو باندي خپل ثواب ضائع کړي

او که چیري پوروړی (مقروض) د پور په اداء کولو باندي قادر وو او خپل پور یې قصداً نه وو اداء کړی او پور ورکونکي هم پور نه وي ور بخښلی، نو بیا د نه اداء کولو په صورت کي پوروړی حتماً د قیامت په ورځ پوښتل کیږي، که څه هم مقروض شهید سي، پداسي حال کي چي د شهید ټولي ګناهوي بخښل کیږي خو د قرض د وبال څخه خلاصون نه مومي، ولي چي د پور مسئله په حقوق العباد باندي اړه لري

د پور د ادایني د آسانتیا دپاره دعاء

اللَّهُمَّ اكْفِنِي بِحَلَالِكَ عَنْ حَرَامِكَ، وَأَغْنِنِي بِفَضْلِكَ عَمَّنْ سِوَاكَ (ترمذي)

ژباړه: اې الله د حرام څخه مو د ساتلو سره سره په حلال ذریعه مو کفایت وکړې او ته خپل په فضل سره ما له نورو څخه بې نیازه کړې

او همدارنګه سهار او ماښام درود شریف ویل

دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
124-170/N=4/1440, 166017 – 1/1431-25=25, 18461 فتویٰ
دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144104200174 ,144206201240 ,144008201785  او 143609200009


د اعتقادي منافق او عملي منافق توپیر
:پوښتنه
ایا وه مسلمان ته د ده د نفاق د نښو په خاطر منافق ویلای سو؟
:ځواب
:په حدیث کي د منافق علامتونه

درواغ ویل
وعده خلافي کول
په امانت کي خیانت کول
د شخړي (مخاصمت) په صورت کي ښکنځل کول

که څه هم په قرآن او حدیث کي وه موږ ته د منافق علامتونه او اوصاف را پېژندل سوي دي، خو بیا هم د نبوت د دور څخه وروسته موږ د یو چا په هکله د متعلق اعتقادي منافق (کافر) حکم نسو لګولای، مګر که د ده پر کفر باندي دلیل قائم وي نو هغه کافر او مرتد بلل کیږي

او که یو عملي منافق د فسقیه امور ارتکاب کوي او د هغه فسق ظاهر یي، نو دی د فاسق په حکم کي راځي

دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
9/1438/N=921-916, 151354 – 148-105/SN=3/1440, 166378 فتویٰ


وه یوه مسلمان ته د کافر ویلو حکم
:پوښتنه
که یو مسلمان وه بل مسلمان ته کافر ووایي نو څه حکم دی؟
:ځواب
یو څوک مسلمان یا غیر مسلمان ګڼل یوازي د ده د عقیدې پر بنیاد دي او نه د ده د اعمالو په وجه، یعني هر هغه څوک چي په ښکاره سره خپل د ایمان اظهار کوي او ورسره د اسلام او د ایمان (دین) د ضروریاتو څخه انکار نه کوي، که څه هم کبیره ګناهوي کوي او د کبیره ګناهوو انکار نه کوي، یعني دا وایي چي کبیره ګناه کول حرام کار دی او حلال یې نه ګڼي، مګر بیا هم د کبیره ګناهوو مرتکب وي، نو دغه شخص ته فاسق، بدعمله او لوی ګناهګاره ویل کیږي او خپل جواب به الله تعالی ته ورکوي، او بیا هم دغه شخص ته شرعاً د مسلمان خطاب کول لازمي ګرځي، او که دغه مذکور شخص ته یو بل مسلمان اعتقاداً کافر ووایي، حال دا چي په دغه مذکور شخص کي کفر نه وي موندل سوی بلکه مسلمان وي، نو دغه کفر وه دغه ویونکی ته ور ګرځي، او دغه ویونکی باید لومړی خپل د ایمان تجدید وکي او توبه او استغفار وکي او که واده سوی وي د نکاح تجدید وکي، په بل صورت کي یې ښځه ورته حلاله نه ګرځي

البته موږ دا ویلای سو چي دغه مذکور شخص چي وه ځان ته مسلمان وایي، د ده دغه اعمال د قرآن او د حدیث څخه خلاف دي

مګر که یو مسلمان وه بل مسلمان ته د ښکنځلو په توګه کافر ووایې او د عقیدې په اعتبار سره یې کافر وه نه ګڼي، نو دغه ویونکی شخص کافر نه ګرځي، خو دغه حرام کار دی او ویونکی شخص ګناهګاره ګرځي، او توبه به کوي

مګر که یو څوک خپل کفر په زړه کي پټ کي او په خوله سره د ایمان اظهار وکي او کوم قطعي دلیل د ده د کفر په هکله نه وي ثابت، نو دغه شخص زموږ دپاره شرعاً مسلمان دی، یعني د اسلامي حقوقو مستحق دی، مګر د الله تعالی په وړاندي کافر دی، قرآن دغه غوندي انسان ته د منافق خطاب کړی دی، چي په خوله سره د ایمان دعوه کوي او په زړه کي یې کفر ساتلی وي، دا چي موږ د یوه انسان په زړه باندي نه یو خبر نو زموږ دپاره دا جواز نسته چي دغه غوندي انسان ته اعتقاداً کافر یا منافق ووایو، مګر الله تعالی د زړو مالک دی، یعني په دغه مذکور حالت کي دغه شخص ته قانوني ایمان حاصل دی خو د حقیقي ایمان څخه کوم چي اصل او معتبر دی بې برخه پاته دی، ولي چي ده په خوله سره د ایمان دعوه کړې ده نو دی زموږ دپاره قانوناً مسلمان دی او دا چي زړه یې د ایمان څخه تش دی نو د الله تعالی په نزد کافر دی

د ابن عمر رضی الله تعالیٰ عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: څوک چي خپل مسلمان ورور ته کافر ووایي، نو په دوی دواړو کي پر یوه باندي کفر راوګرځېدی، یعنی یا خو پخپله وینا کونکی کافر سو یا هغه څوک چې هغه یې کافر بللی دی. (بخاري او مسلم)

رَوَيْنَا في صحيحي (1812) البخاري [رقم: 6103]، ومسلمٍ [رقم: 60] عن ابن عمر رضي الله عنهُما، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إذَا قالَ الرَّجُلُ لأخِيهِ: يا كافِرٌ! فَقَدْ باءَ بِها أحَدُهُما، فإن كانَ كما قال، وَإِلاَّ رَجَعَتْ عَلَيْهِ

نو ځکه که یو څوک په خپله د خپل کفر اعتراف وه نه کي، یا د هغه د کفر په هکله کوم قطعي دلیل شتون وه نلري، یا د هغه په قول او فعل کي شرعاً د تاویل احتمال وي، نو بیا هیچا ته یوازي د ګمان یا د هغه د مبهم جملې پر بنا کافر ویل جائز نه ګرځي، څرنګه چي د کفر او ایمان مسئله جدي او نازکه ده، نو په کار دی چي پام وسي

یاداښت: د ایمان او نکاح د تجدید طریقه په دې ډول ده، په خوله سره د شهادت کلمه اداء کول او په زړه سره یې تصدیقول او بیا په خپل ګناه باندي توبه او استغفار کول او بیا د دوو (۲) نارینه ګواهانو یا یو (۱) نارینه او دوو (۲) ښځینه ګواهانو په مخکي د نوي مهر سره خپل د ښځي سره ایجاب او قبول کول، د نکاح د تجدید آسانه طریقه دا ده چي خپل په کور کي د بالغو اولادو په مخکي خپل د ښځي سره یو ځل ایجاب او قبول وسي نو نکاح نوې سوه

دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
974-827/D=10/1440, 171146 – 10/1431-1008=1556, 25524 فتویٰ
دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144112201032 ,144008201620 ,143801200026 او 144004200526


د پور (قرض یا دَین) او ګاڼه (ګروي یا رهن) مسائل
:پوښتنه
ایا د پور د راکړي ورکړي په وخت کي د ګرو سوي څېز څخه ګټه (منفعت) اخیستل جائز دي؟
:ځواب
د پور د راکړي ورکړي په وخت کي یو څېز په ګرو کي نیول جائز دي خو د ګرو سوي څېز څخه ګټه اخیستل جائز نه دي

د بېلګي په توګه: ستاسي څخه یو څوک دوه لاکه افغانۍ په پور اخلي او په بدل کي یې وه تاسي ته د ضمانت په توګه خپل کور په ګرو کي درکوي، نو دغه کور مرهون (ګروي) بلل کیږي، ستاسي دپاره د پور د پیسو په بدل کي په ګرو کي کور نیول او د ځان سره یې ساتل جائز دي، په دغه صورت کي تاسي مرتهن (ګروي نیونکی) بلل کېږی، او هغه څوک چي تاسي ته یې خپل کور په ګرو کي درکړی دی هغه راهن (ګروي ورکونکی) بلل کیږي

د رهن (ګرو) شرعي پېژندنه په دې ډول ده: چي کوم مالي څېز د پور په بدل کي په نيواک (قبضه) سره بند (محبوس) سي، چي د دغه څخه يا د دغه د قیمت څخه د تعذر (پور د اداء کولو د ناتوانۍ) په وخت کي خپل پور ترلاسه کول کېدونکی (ممکن) وي، یعني که یو څوک د یو چا څخه پور واخلي، نو پور ورکونکی (دائن) د ضمانت او وثیقې په توګه د پوروړي (مقروض) څخه کوم قیمتي څېز خپل په قبضه کي راولي، که پوروړي پور نه سوای اداء کولای نو د دې ارزښتناکه څېز (مرهون مال) څخه به د پور د پیسو د ادایني انتظام کوي، یعني دغه ګرو سوی څېز به د اصل مالک په اجازت سره خرڅوي او خپل پور به ترلاسه کوي، او که چیري دغه مرهون مال د ده د پور څخه زیات ارزښت درلودلی، نو د خپل پور ترلاسه کولو وروسته به دا پاته پیسې راهن (اصل مالک) ته ورکوي

هغه چا ته چي په ګرو کي یو څېز کښېږدول سي هغه د دې څېز څښتن (مالک) نه ګرځي او مرتهن د دغه څېز د کارولو او ګټه اخیستلو اجازت شرعاً نلري، که څه هم د کور اصل مالک (راهن) د استعمالولو اجازت ورکي، که په دغه دوران کي د مرتهن د خوا د ګرو سوي څېز څخه ګټه واخیستل سي، نو دغه د سود (رِبا) په حکم کي راځي، کوم چي ناجائز دی، له همدې امله د دغه کور څخه (چي د ګاڼې په بڼه ایښوول سوی دی) ګټه اخیستل د مرتهن دپاره جائز نه دي، خو که مرتهن په دې ګرو کور کي د راهن په اجازت سره په کرایه اوسېدل غواړي نو اوسېدلای سي، لیکن لومړۍ معامله ختمیږي او پر دغه باندي د اجارې (کرایې) احکام جاري کیږي، خو په هر صورت د پور له امله به په کرایه کي ارزانول (تخفیف) نه وي او که چیري د پور په بدل کي په دغه ګرو سوي کور کي مرتهن بېله کرایې څخه واوسیږي او یا د دغه مرهون کور چي وه بل چا ته په کرایه ورکول سوی دی میاشتنۍ کرایه مرتهن خپل جېب ته واچوي او خپل په پور کي یې حساب نه کي، نو دغه د خپل پور څخه ګټه اخیستل دي، کوم چي شرعاً د سود په حکم کي راځي

او همدارنګه د یو کور د کرایې اخیستلو په صورت کي چي کوم تضمين (ګرنټي یا ډیپوزیټ) د ساتني (سیکورټي) په توګه ایښوول کیږي، نو دغه شرعاً جائز دی، خو د سیکورټي پیسو د اضافه کولو په سبب د معروفي کرایې څخه ډېر کموول شرعاً جائز نه دي، که څه هم دا د دواړو ډلو په خوښۍ سره وي

ځني خلګ د ګروي څخه د ګټي اخیستلو په هکله د جواز موندلو دپاره د پور او ګروي د راکړي ورکړي په وخت کي داسي روغليک کوي، چي موږ په دومره پیسو باندي د مځکي یا د کور سودا کوو، البته د دومره وخت وروسته یا هرکله چي زه وه تاسي ته دغه پیسې بیرته درکړم، نو تاسي د دې مځکي یا د دا کور وه ما ته د بیرته راستنولو مکلف یاست، په دې معاملې کي ریښتینۍ موخه (اصل مقصد) د پور په بدل کي د ګروي نیونکي شخص دپاره د ګرو سوي څېز څخه د ګټي اخیستلو د جواز موندل وي، او د سودا دغه کړنلاره یوازي د حیلې په توګه ترسره کیږي، او د پور د ادایني د پوره کېدو پر وخت باندي مځکه یا کور بیرته ورستنوي، نو ځکه د دې حکم همدا دی چي دا ډول ګټه اخیستل جائز نه دي، او داسي پلور او پېرود (بيع و شراء) چي شرط او آړ په کښي ولګول سي چي د معاملې د اصل مقصد خلاف وي، نو معامله فاسدیږي

دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
287-235/N=3/1439, 1334-183/L=1/1441, 17162869-48/D=2/1439155378 فتویٰ
دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144109202232 ,143909200093 ,144010200008  او 144001200554


ناپاکه نجسي اوبه لکه د لښتي یا تشناب د چاڼ (فلټر) یا ماشین یا کیمیاوي توکو په واسطه صافول
:پوښتنه
ایا ناولي اوبه لکه د لښتي یا تشناب د فلټر یا ماشین یا کیمیاوي توکو په ذریعه صافول پاکي ګرځي؟
:ځواب
ناپاکي نجسي اوبه چي د فلټر یا ماشین یا کیمیاوي توکو په منځګړتیا صافي سوي وي خو بیا هم پاکي نه ګرځي، په دغه صورت کي یوازي ظاهري صافوالی حاصلیږي خو د نجاست حقیقت او ماهیت شرعاً نه تبدیلیږي، دا ځکه چي د چڼ سوي اوبو حقیقت یوازي دومره وي، چي د ماشین په ذریعه د ناولو اوبو ځني اجزاء بېل سوي وي او دغه باقي اوبه اصلاً د هغه غلیظه نجاست پاته سوې برخه وي، لکه څنګه چي دغه اوبه د صفايي څخه مخکي ناپاکي وې همدارنګه د صفايي څخه وروسته هم ناپاکي دي، د صاف او پاک تر منځ ډېر لوی توپیر شتون لري، له همدې امله دغه فلټر سوي اوبه د څښلو او طهارت ( لکه اودس او غسل) دپاره جائزي نه دي، البته که چیري ناپاکي اوبه د پاکو روانو اوبو (ماء جاري) سره یو ځای وبهیږي او د نجاست اثر ( لکه رنګ، بوی او خوند) په دغه روانو ګډو اوبو کي څرګند نسي، نو دا ټوله اوبه شرعاً پاکی ګرځي او د څښلو او طهارت دپاره د استعمالولو وړي او جائزي ګرځي

د ژباړن ياداښت: د مونشن په ښار کي چي کومي د څښاک اوبه زموږ په نلونو کي راځي هغه په اصل کي طبیعي او پاکي اوبه دي، او د مونشن د ښار د لښتیانو اوبه په کانالونو کي د اوبو د تصفیې تر فابریکې پوري بهیږي او هلته یې صافوي او د صافولو څخه یې وروسته په پای کي د ایزار په سیند کي بهېوي

دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
372-316/sd=4/1439, 157974 فتویٰ
دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ: د لښتي فلټر سوي اوبو حکم ,ربیع الثانی 1434 ھ – مارچ 2013


د روژې (رمضان المبارک) په خبر ورکولو باندي د زیري (خوشخبري) ترلاسه کولو والا د وینا حکم
:پوښتنه
ایا د روژې (رمضان المبارک) په خبر ورکولو باندي کوم زېری (خوشخبري) ترلاسه کیږي؟ کوم حدیث سته؟
:ځواب
د رمضان روژې څخه مخکي وه نورو ته د اطلاع ورکولو په اړه چي فضیلت په خلګو کي مشهور دی

:هغه دا
هغه څوک چي د رمضان المبارک روژې خبر تر ټولو لومړی وه نورو ته ورکي، نو هغه د جهنم (دوږخ) څخه آذاد کړل کیږي

دغه وینا د حدیث په صحیح بلکه ضعیف او موضوع او همدارنګه پر احادیث لیکل سوي کتابونو کي هم نه موندل (پیدا) کیږي، له همدې امله د دغه تړون (نسبت) د حضرت محمدﷺ وه خوا ته کول سم نه دی، نو ځکه دا ډول استوزي (پیغامونه) باید وه نورو ته هیڅکله ونه لېږل سي، د رسول اللهﷺ له خوا ناسمه خبره اړوندول (منسوبول) یعني هغه څه چي دهﷺ نه وي ویلي او د هغه څه په برخه کي دا ویل چي دا د رسول اللهﷺ وینا ده، دغه ډېره سخته ګناه ده

په حدیث کي حضرت محمدﷺ وايي: هغه څوک چي په پوه سره پر ما درواغ ووایي، نو هغه دي خپل ځای جهنم وګرځوي
او په ورته ډول روایت کي راځي: څوک چي پر ما داسي خبره وتړي کومه چي ما نه وي کړې، نو هغه ته ښایي چي خپل ځای جهنم وګرځوي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144004201614


د جنابت غسل فرضونه (فرائض) – د جنابت غسل په دوران کي اوبه ختمېدل
:پوښتنه
که د جنابت غسل په دوران کي اوبه ختم سي، نو څه حکم دی؟
:ځواب
:د جنابت غسل یعني فرض غسل فرضونه په دې ډول دي
لمړی: مضمضه، خوله یو ځل په ښه توګه پرېولل (مینځل) یا غړغړه کول
دوهم: استنشاق، په پزه کي یو ځل په ښه توګه اوبه داسي اچول چي تر نرمي برخي پوري اوبه ورسیږي
دریم: پر ټول بدن باندي یو ځل په ښه توګه اوبه داسي بهېول چي د یوه ورېښته غوندي وچ ځای هم پاته نسي

یاداښت: په فرض غسل کي په پوره توګه خوله پرېولل (په ډکه خوله اوبه استعمالول) فرض ده، غړغړه کول فرض نه ده، بلکه سنت ده، یعني په غړغړه کولو سره فرض او سنت دواړه اداء کیږي

د جنابت غسل کولو څخه مخکي باید ولیدل سي چي اوبه په څونه مقدار شتون لري

که چیري اوبه لږ وي، نو غسل باید په داسي ډول ترسره سي چي لږ تر لږه یې فرضونه اداء سي

که چیري د جنابت غسل په دوران کي داسي پېښه سي چي اوبه لږ سي او غسل نه وي پوره (مکمل) سوی، نو که د اوبو انتظام ممکن وي، که څه هم د لمباځي (غسل خانې) څخه دباندي ووځئ او د شرعي نږدې ځای څخه یې راوړئ، که څه هم قیمتاً ترلاسه کیږي او تاسي یې د قیمت په اداء کولو باندي وسمن (قادر) یاست، نو بیا د اوبو انتظام کول اړین (ضروري) ګرځي او د اوبو ترلاسه کولو ورسته چي کوم ځایونه یا غړي (اعضاء) د غسل په وخت کي وچ پاته سوي وه، یوازي د هغوی پرېولل هم کافي دي

او که چیري اوبه بالکل د شرعي عذر سره سم ترلاسه نسي، نو بیا د پاته اعضاء د غسل دپاره تیمم کول ضروري ګرځي او د تیمم طریقه هم هغسي ده کوم چي د پوره غسل یا اودس د تیمم طریقه ده، یعني د سپېڅلتیا (طهارت) حاصلولو په نیت سره د یو ځل لاسونو په مځکه ( یا د خاورو جنس) وهلو سره د پوره مخ مسح کول او د دوهم ځل لاسونو په مځکه ( یا د خاورو جنس) وهلو سره د دواړو لاسونو سره د څنګلو مسح کول

یاداښت: د شرعي نږدې ځای څخه مقصد د یوه (۱) شرعي میل حدود دی، چي ۱.۸۲۸،۸۰ میتره کیږي
1.828,80 یو کیلو میتر / اته سوه اته ویشت میتره / اتیا سنتي میتره

دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
321-263/B=3/1439, 156520 – 1127-1356/B=12/1438, 152821 فتویٰ
دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 143905200017 ,144108201820 ,144204200022  او 144110201401


د غلا مال رانیول او خرڅول څنګه دي؟
:پوښتنه
ایا د غلا توکي (سامان) پېرودل (اخیستل) او پلورل (خرڅول) جائز دي؟
:ځواب
د غلا مال چي هر څونه لاسونو ته ولاړ سي خو بیا هم حرام پاته وي او د ریښتیني څښتن (اصلي مالک) څخه پرته بل څوک د دغه مال مالک نسي ګرځېدلای. له همدې امله د غلا مال په هیڅ ډول پلورل او پېرودل جواز نلري. د پلور او پېرود (بيع و شراء) د صحیح کېدو دپاره چي کوم څېز خرڅیږي په دغه باندي د پلورونکي (بائع) ملکیت یا د اصلي مالک د خوا د خرڅلاو اجازت شرعاً اړین (ضروري) دی. له همدې امله که چیري د بل چا مملوک څېز د هغه د رضایت او اجازت څخه پرته وپلورل سي، نو دا ډول سودا شرعاً نه منعقده کیږي. یعني په دې ښکاره ډول خرڅولو او رانیولو سربېره د رانیول سوي مال د اخيستونكي (مشتري) ملکیت شرعاً نه ثابتیږي. بلکه پر دوی دواړو باندي لازم ګرځي چي دغه مذکورہ سودا ختم کړي او د اصلي مالک د رضایت او اجازت سره سم بیا سودا وکړي

که چیري په یقیني توګه معلومه وي یا غالب ګمان وي چي دا د غلا توکي دي، نو بیا د دغه رانیول او استعمالول جائز نه دي. په حدیث کي راځي چي که یو څوک په پوهه سره د غلا مال رانیسي نو دی د غلا په ګناه کي شریک ګرځي

که چیري شبه وي چي د غلا مال هم کېدای سي او نه هم کېدای سي، نو د شک په صورت کي ښه دا دی چي احتیاط وسي او دغه مال را نه نیول سي

که چیري تاسي د غلا مال رانیولی وي نو اوس شکل دا دی چي تاسي دا مال بیرته پلورونکي ته ورکړی یا که اصلي مالک وموندل (پیدا) سو، نو هغه ته یې بیرته وروسپاری او خپل قیمت د پلورونکي څخه ترلاسه کړی. خو دا جائزه نه ده چي دغه مال خرڅ کړی او قیمت یې خپله استعمال کړی

او که چیري دا ممکنه نه وي چې د پلورونکي سره اړیکه ونیسی او د اصلي مالک یې هم پته نه وي، نو بیا دغه څېز یا د هغه مالیت د مالک د خوا صدقه او خیرات کړی

دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
12/1432-448=1966, 35309 – 334-269/sd=4/1440, 167466 فتویٰ
دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144203200434 ,144004201314 او 143906200042


د جومات (مسجد) په جوړولو کي د حکومت پیسې کارول څنګه دي؟
:پوښتنه
زه په جاپان کي د یوه جومات امام یم. دلته حکومت زموږ د جومات د جوړولو دپاره چمتو دی چي پیسې راکي او دغه پیسې د خلګو د مالیاتو څخه راکوي. ایا موږ کولای سو چي دا پیسې د جومات په جوړولو کي وکاروو؟
:ځواب
زموږ اکابر رحمهم الله د مساجد دپاره د حکومتي امداد وه منلو ته د ځانګړي ګټو او د فساد د بیري په خاطر خوښي نه ښکاره کول. ښه والی خو دا دی چي د حکومت د پیسو د اخیستلو څخه پرته مسلمانان د جومات د جوړولو دپاره خپله پانګه واچوي، مګر د جومات د جوړولو دپاره په عمومي توګه د حکومت پیسې اخیستل فی نفسه مباح او جائز دي، ځکه د مالیې اخیستلو او راټولولو مقصد همدا دی چي دغه پیسې په عام مفاد کي مصرف سي. نو که چیري حکومت د جومات د جوړولو دپاره د مالیې پیسې درکوي، نو د دغو پیسو اخیستل او د جومات په جوړولو کي یې مصرفول سم دي

دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
5/1438/sd=465-349 148777, 741-543/SN=8/1441 177398, /935=1139 14588
فتویٰ ل


 (امداد) د جومات (مسجد) دپاره د غیر مسلمانانو مالي مرسته
:پوښتنه
ایا د غیر مسلمانانو څخه راټولي سوي پیسې د جومات د جوړولو دپاره لګول جائز دي؟
:ځواب
که یو غیر مسلم په خپله خوښه سره جومات ته د یو ښه کار په توګه پیسې ورکوي او د ده د پیسو اخیستلو په وجه کومه فتنه، لاسوهنه یا اندېښنه منځ ته نه راځي او د جومات د مسؤلینو زړونه هم ګواهي ورکوي چي د ده د پیسو د اخیستلو او په جومات کي یې د لګولو په وجه کوم فساد او خرابۍ هم منځ ته نه راځي، نو بیا د ده د پیسو د جومات دپاره د کارولو ځایېدنه (ګنجائش) سته
البته د غیر مسلمانانو څخه د جومات د مرستي دپاره د پیسو لومړنۍ غوښتنه د کراهت څخه خالي نه ده، دغه د مسلمانانو بې غیرتي ده چي د جومات داسي یو مقدس د عبادت ځای دپاره د غیر مسلمانانو څخه د پیسو مرسته غواړي، د دوی څخه باید لومړنۍ غوښتنه ونسي، دغه د ایماني حمیت او د اسلامي غیرت څخه هم سخت خلاف کار دی
 
دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
  2/1433-87=76, 36188 – 1/1431-35=35, 18656 – 000-82T/sd=7/1439،159674 فتویٰ

په حرامو پیسو باندي مسجد جوړول یا د دغه نفر مېلمستیا (دعوت) قبولول څنګه دي؟
:پوښتنه
که یو څوک د حرامو څېزونو کاروبار کوي لکه شراب خرڅول، نو د دغه نفر د مېلمستیا (دعوت) قبولول او د ده څخه د مسجد دپاره مالي مرسته اخیستل څنګه دي؟
:ځواب
که چیري د دې نفر عاید ډېرئ (اکثر) یا ټول (کُل) د حرامو پيسو څخه وي نو د دغه نفر د مېلمستیا قبولولو او د مسجد دپاره د مالي مرستي د اخیستلو څخه دي ډډه (احتراز) وسي

که چیري د دې نفر عاید نیم د حرامو او نیم د جائز طریقي پيسو څخه وي نو د دغه نفر د مېلمستیا قبولولو او د مسجد دپاره د مالي مرستي د اخیستلو ځایېدنه (ګنجائش) سته

او که چیري د دې نفر عاید ډېرئ د حلالو او یو څه برخه د حرامو پيسو څخه وي نو د دغه نفر د مېلمستیا قبولول او د مسجد دپاره مالي مرسته اخیستل جائز دي

دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
896-737/D=09/1440،170640 فتویٰ


In-Vitro-Fertilisation – د ستن وهني (پیچکاري)  په مرسته ښځه بلاربول (حامله یا اميدواره کول)
:پوښتنه
ایا د ستن وهني (پیچکاري)  په مرسته د سړي ماده منویه (نطفه) د ښځي په رحم کي داخلول او په پایله کي د کوچني زېږېدل جائز دي؟
:ځواب
د اولاد (ماشومانو) لاس ته راوړنه د الله تعالی دخوا یو لوی نعمت دی، مګر دا د الله تعالی دخوا د ټاکل سوي تقدیر په مطابق دی. د دې نعمت ترلاسه کولو دپاره الله تعالی یو سړي ته اجازه ورکړې ده چې په یو وخت کي څلور (۴) ښځي په نکاح کړي. نو ځکه که ښځه یې ناروغي ولري چي د زېږېدني (ولادت) مخنیوئ ګرځي، نو دوهم واده دي وکي. د ټېسټ ټیوب بې بي (ائ وي اف) د لاري د اولاد زېږېدل یوه غیر فطري لاره ده. په دې حالت کي د سړي نطفه او د مېرمني بیضه (هګۍ) د یو څه وخت دپاره یو ځای په نل (ټیوب) کي ساتل کیږي او بیا په غیر فطري ډول د ښځینه په رحم کي اچول کیږي، او د دې اچول د یو پردي سړي یا ښځینه دخوا ترسره کیږي، کوم چي شرعاً جائز نه وي، نو ځکه د دې څخه اجتناب کول لازمي دی
لکه څنګه چي د نکاح څخه پرته د نارينه او ښځينه دپاره نوږیزه اړیکي (جنسي تعلق) درلودل حرامي دي، همدارنګه د خپل سړي څخه پرته د بل سړي د نطفې په استعمال سره د ښځي په رحم کي په مصنوعي توګه حمل درول هم حرام دی، ځکه چي د سړي نطفه د خپلي ښځي يا مینځي څخه پرته بل چا ته استعمالول ناجائز او حرام دي، او د ماده منویه (نطفه) رانیول، خرڅول او بېله عوضه اخیستل هم شرعاً باطل او ناجائز دی

په حدیث مبارک کي راغلي دي: د شرک کولو وروسته د الله په نزد هیڅ ګناه د هغي نطفې څخه لویه نه ده چې انسان یې په هغه شرمځای (شرمګاه) کي اږدي کوم چي د هغه دپاره حلال نه وي

کنز العمال 5/ 314  رقم الحدیث 12994  الباب الثانی فی انواع الحدود، ط: موسسه الرسالة

خو که چیري د ډاکټر څخه د ټېسټ ټیوب بې بي (ائ وي اف) د طریقې د زدکړي وروسته سړئ خپله نطفه د خپلي مېرمني په رحم کي واچوي او په دغه عمل کي هیڅ بله دریمه ډله ملګرې نه وي (یعني په هر پړاو کي باید د دوی دواړو ستر وه بل چا ته لڅ نسي او نه یې لمس کړي، بیا به د دې دپاره ځایېدنه (ګنجائش) وي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 144112200152 او 144203201055


په فابریکه یا غیر مسجد کي د جماعت د لمانځه اجر او ثواب
:پوښتنه
ځیني د فابریکې كاركونكي یوه لویه خالي خونه د لمونځ کولو ځای (مصلیٰ) په توګه کاروي او هلته د فابریکې كاركونكي په جماعت سره درې وخته لمونځ کوي، امام هم ټاکل سوی دی. اوس پوښتنه دا ده چې ایا د جماعت د لمانځه اجر به په دې ځای کي اووه ویشت (۲۷) درجې وي یا دا اجر یوازي د جومات (مسجد) سره ځانګړی دی؟ او د جومات نور احکام به هم په دغه ځای باندي تطبیق کیږي که نه؟ د بېلګي په توګه لکه خوب نه پکښي کول، دنیاوي خبري نه پکښي کول او داسي نور، او دا باید یادونه وسي چي د دې ځای ځانته ودانۍ (عمارت) ده، مګر د فابریکې څښتن وايي چي دا د لمانځه ځای (مصلیٰ) دی جومات نه دی
:ځواب
د لمانځه دپاره ساتل سوی ځای یوازي د مصلیٰ حیثیت لري، د جومات (مسجد) حیثیت نلري، لکه څنګه چې د فابریکې څښتن څرګنده کړې ده، نو ځکه د جومات احکام پدې ځای باندي نه تطبیق کیږي. خو په هر صورت د جماعت په لمانځه باندي د ثواب د اووه ویشتو (۲۷) درجو ترلاسه کولو فضیلت د جماعت د لمانځه سره ځانګړی دی، که دا د جماعت لمونځ په جومات کي یا د لمانځه په ځای (مصلیٰ) کي ترسره کیږي، نو له همدې امله به په فابریکه کي د جماعت د لمانځه دپاره د ثواب اووه ویشت (۲۷) درجې وي، مګر په جومات کي د لمانځه د اداء کولو اضافي اجر او ځانګړي فضیلت څخه به بې برخي وي

دارالافتاء جامعه علوم اسلامیه بنوری
فتویٰ 143406200012


په حرامو پیسو سره حج کول څنګه دی؟
:پوښتنه
.په حرامو پیسو سره حج کول څنګه دی؟ که اراده وي چي د راستنېدو وروسته به حرام پرېږدي
:ځواب
‎د حج فریضه د ده د ذمې څخه ساقطیږي، یعني حج یې اداء کیږي، مګر حج یې نه قبول کیږي، یعني دی به د حج د اجر او ثواب څخه بې برخي پاته وي. دا سړی باید د یو چا څخه د پیسو پور اخیستو د لاري حج ته ولاړ سي او د حج څخه بیرته راستنېدو وروسته، هغه باید حلاله روزي وګټي او پور بیرته ورکړي

دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
865-895/B=11/1437،69598 فتویٰ


د جماعت څخه مخکي فرض لمونځ کول او بیا په جماعت کي برخه اخیستل
:پوښتنه
‎یو نفر خپل فرض لمونځ په منفرد ‌‌‌‌‌‌ډول اداء کړی او د هغه ورسته جماعت ودرېدی او غواړي چي د ‌‌‌‌‌‌ډېر ثواب لاس ته راوړلو دپاره په جماعت کي برخه واخلي، نو په دغه مذکور حالت کي په کوم لمونځ یا لمونځونو کي د ده دپاره برخه اخیستل درست دي؟
:ځواب
فرض لمونځ چي یو ځل وسي نو فریضه یې اداء کیږي، اوس که دوهم ځل هغه فرض لمونځ په جماعت سره وکي نو دغه دوهم لمونځ یې نفل ګرځي، ځکه د سهار، مازیګر او ماښام په جماعت کي برخه اخیستل درست نه دی، ولي چي د سهار او مازیګر د لمانځه ورسته (تر لمر ختلو او لوېدلو پوري) نفل نسته او درې رکعته نفل لمونځ هم نه کیږي، نو دغه نفر ته ښایي چي یوازي د ماپښين او ماخستن په فرض جماعت کي برخه واخلي، او یاد مو وي چي فرض لمونځ په جماعت سره کول اووه ویشت (۲۷) درجې ډېر ثواب لري

دارالافتاء دارالعلوم دیوبند
6/1431-958=958, 23149 فتوىٰ (م)