Masjid / مسجد

د مسجد آداب
مسجد پاک او صاف ساتل
مسجد دي ساده وي مګر د تقوا په نزد دي ښایسته وي
د مسجد د راتګ څخه مخکي خپل بدن، پښې، خوله او کالي په ښه ټوګه صافول
که په مسجد کښي وه چا ته خوب ورسي نو خپل د ناستي ځای دي بدل کړي
د ناپاکۍ په حالت کښي وه مسجد ته مه ننوځئ تر هغه پوري چي مو غسل نه وي کړی
په مسجد کښي داسي یو عمل کول چي د مسجد د احترام څخه خلاف وي سم نه دی
په مسجد کښي د سوداګرۍ بندښت
په مسجد کښي خپل ځان ته کوم ځای مه ځانګړوئ
په مسجد کښي د غالمغال او فضول شعروشاعري بندښت
د آذان وروسته بېله د لمانځه د اداء کولو بهر بېله عذره مه وځئ
مسجد ته په ښۍ پښه سره ننوتل او په کیڼه پښه سره وتل
وه مسجد ته د ننوتلو دعاء: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ
د مسجد څخه د وتلو دعاء: اللَّهُمَّ إنِّي أَسْأَلُك مِنْ فَضْلِكَ
——————————————————–
د لمانځه په وخت کښي خپل ټیلیفون بندوئ
د دغه خبري خیال وساتی چي د لمونځ کوونکي په لمانځه کښي هر ډول خلل رانسي

MasjidMimbar   Masala