Projekt Moscheekauf/جومات دپاره تعمیر پېرودل

بسم الله الرحمن الرحيم

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

ګرانو دوستانو د میرویس نیکه مسجد د جرمني په مونشن ښار کي موقع لري چي د مونشن په جنوب کي ملکیت (تعمیر) ترلاسه کړي او هلته یو مسجد پرانيځي. د مونشن په ښار کي د املاکو بازار خورا سخت دی، مګر اوس د مسجد دپاره یو ځانګړی فرصت رامینځته سوئ دی چي یو تلپاتی ځای ترلاسه کړي. د مسجد ادارې وکولای سوای چي د کورونا وباء له امله دوه لاکه یورو (۲۰۰،۰۰۰) د ملکیت د مالک څخه تخفیف ترلاسه کړي. موږ لوی هدف لرو، مګر ستاسي د مالي مرستي د ذریعې د لاري موږ کولای سو چي دا هدف ته ورسیږو. دغه ځای یو میلیون یورو (۱،۰۰۰،۰۰۰) قيمت لري. که څه هم زموږ دخوا د خبر رسولو دپاره بېلابېل نوښتونه پېل سوي دي خو بیا هم موږ هدف ته نه یو رسېدلي. له همدې امله موږ ستاسي څخه د مرستي غوښتنه کوو ترڅو چي په ګډه سره موږ د ټولو مسلمانانو دپاره تلپاتی ځای وموندو. د میرویس نیکه مسجد په مونشن کي د ډیرو خلګو دپاره د اړیکو ځای دی. د عباداتو سربیره، دغه مسجد د هر چا دپاره ډېر وړاندیزونه لري، د بېلګي په توګه، د مشرانو او کشرانو دپاره دیني او کلتوري زده کړي، د خواشینۍ خبرتیا په وخت کي دعاء، تراویح، روژه مات، د اختر لمونځونه، د جمعې لمونځونه، د نکاح تړل، ستاسي وه دیني پوښتنو ته ځواب، ستاسي د دین او دنیا دپاره ګټور نصیحتونه او داسي نور

په یاد مو وي چي تاسي زموږ سره نه بلکه د الله تعالی سره سودا کوی

 په دې هیله چي الله تعالی ستاسي مرستي قبولي وګرځوي او تاسي ته په دین او دنیا کي پوره عوض درکړي، آمین

  U3 – Forstenrieder Allee موقیعت: مونشن، صنعتي ساحه، د اوبان یا میټرو تمځای ته څرمه

کچه: تقریباً ۵۳۰ متر مربع، د ننوتلو ډیري دروازې، د مسجد په توګه د کارولو دپاره مناسب ځای

که تاسي په دغه صدقه جاریه کي برخه اخیستل غواړی نو لطفاً په لاندنۍ بانکي شمېرې یا پېپال لینک باندي خپله مالي مرسته راولېږی یا یې د مسجد مالي مسؤل ته په نغد ډول تسلیم کړی


Bank Euro Banking Svg Png Icon Free Download (#457212) - OnlineWebFonts.COM     AFGHANISCHE GEMEINDE MÜNCHEN DEUTSCHLAND e. V.
MÜNCHNER BANK EG
IBAN: DE39701900000001812670
BIC: GENODEF1M01


PayPal im Onlinehandel: Das sind die Vor- und Nachteile Ralph Günther Blog – Versicherung neu denken     paypal.me/AfghanischeGemeinde


د مسجد د مالي مسؤل ښاغلي حاجي عبدالولي عَلم صاحب اړیکشمېره او واټس اپ

 upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/...     0049-176-47638870


Projekt Moscheekauf /د جومات دپاره تعمیر پېرودل پروژه

Spendenaufruf_Paschto_V5MSpendenaufruf_Dari_V5M

Spendenaufruf_Deutsch_V5MSpendenaufruf_English_V5M

Schreibe einen Kommentar

Deine E-Mail-Adresse wird nicht veröffentlicht. Erforderliche Felder sind mit * markiert.